پاکستان وايي د افغانستان له زلزله ځپلو سره يې د شاو خوا ۱۰۵ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د خيبر ضلعې د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر افراسیاب زبیر د سېپټېمبر په څلورمه مشال ريډيو ته وویل په پينځو کنټېنرونو کې بار دغه مرستې په همدې ورځ د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وفاقي وزیر امیر مقام په تورخم دروازه کې طالب چارواکو ته وسپارلې.
افراسياب وايي پر دې موقع په پېښور کې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان قونصل جنرل حافظ محب الله هم موجود وو.
امیر مقام په تورخم کې خبریالانو ته وویل چې په پاکستان کې هم خلک طبیعي ناورینونو ځپلي او د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، پنجاب او د پاکستان تر انتظام لاندې په کشمیر کې سېلابونو او له باران سره تړلو افتونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي خو د دې باوجود هم پاکستان لازمه وګڼله چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره خپله مرسته وکړي.
د ډیلي انډيپینډنټ په نامه پاکستانۍ رسنۍ بیا لیکلي دي چې امیر مقام وړاندې وویل چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د افغانستان په زلزله کې خلکو ته د سر او مال د زیانونو په اوښتو خواخوږي ښکاره کړې ده. هغه وویل اسحاق ډار په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره غږېدلی او د تسلیت پیغام یې ورکړی دی.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی وو، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر په دویمه نېټه ویلي وو چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره یې د مرستې لپاره ۳۵ لارۍ مرسته ورلېږلې ده.
خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه له صوبې او مرکز نه د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې وه. اسمبلۍ د یو قرارداد له لارې د خیبر پښتونخوا له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې په زلزله کې ژوبل شویو کسانو ته دې له ویزې پرته د علاج لپاره پاکستان ته د سفر اجازه ورکړل شي.
همدا رنګه وتلي پښتون پانګوال او کاروباري شخصیت جاوید اپريدي هم د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي ول چې په افغانستان کې د زلزلې له وجې په مرګ ژوبله له زړه نه خپه دی او ۱۰ مېلیونه روپۍ مرسته یې اعلان کړې وه.
پاکستان په داسې حال کې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي چې د بخښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر په دویمه ویلي وو، په افغانستان کې زلزله ځپلي خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې پر پاکستان نیوکې کړې وي چې له خپلې خاورې یې افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی دی.