د پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو په لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
ټاکل شوې چې د شارجې په لوبغالي کې د سېپټېمبر څلورمې نېټې سیالي د کابل پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د پېښور پر اتو بجو پیل شي.
په روانه لوبلړۍ کې پاکستان او افغانستان تراوسه دوه دوه لوبې ګټلې دي او متحده عربي اماراتو بیا دوه لوبې بایللې دي.
د لوبلړۍ د دوو غوره لوبډلو ترمینځ به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د اګست په پیل کې ویلي ول چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې ۱۱ ورځې وروسته په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.
په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.