سوېرا پرکاش وايي د بونېر سېلاب ځپلي مرستو ته شدیده اړتیا لري
د خیبر پښتونخوا د بونېر اوسېدونکې او د پاکستان پیپلز ګوند سیاستواله ډاکتره سوېرا پرکاش وايي، د ضلعې سېلاب ځپلي د سختې نفسیاتي یا رواني صدمې ښکار دي. نوموړې د اګست پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د تېرې اونۍ سېلاب سلګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله او د یوشمېر سیمو اوسېدونکي پاکو اوبو، خوړو، جامو، درملو او نورو شیانو ته سخته اړتیا لري. هغه وايي، د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو ضلعو خلک د بونېر اوسېدونکو مرستې ته ورغلي دي. سوېرا پرکاش د هندو لږکیو غړې او د طب ډاکتره ده چې د ۲۰۲۴ز کال په عامو انتخاباتو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته نومانده وه. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د بونېر په ګډون یې څلور سېلاب ځپلو ضلعو ته لسګونه لارۍ مرستې لېږدولې دي. موږ له ډاکترې پرکاش څخه د مرکې په پیل کې د سیمې د تازه حال پوښتنه کړې ده. بشپړه مرکه واورئ.