د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي له پوتین سره د اوکراین جګړې په اړه مخامخ خبرې کوي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين: انځور ارشيف
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين: انځور ارشيف

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ګوري څو د اوکراین د جګړې په سر ورسره خبرې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د اګست پر اتمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړې. هغه چې د ازربایجان او ارمنیا د مشرانو ترمینځ د سولې له تړون وروسته یې د رسنیو سره خبرې کولې، ویې ویل، د اوکراین او روسیې ترمینځ د جګړې د درولو هوکړې ته نږدې شوی دی.

ټرمپ وړاندې وویل چې له پوتین سره به یې دا ملاقات د اګست پر ۱۵مه نېټه ترسره شي او هڅه به یې وي چې د اوکراین شخړې پای ته رسولو لپاره مهم پرمختګ رامینځ ته کړي.

ټرمپ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا هم وویل چې له پوتین سره تر لیدو وړاندې ښايي د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي سره هم وګوري خو نوموړي په دې اړه کومه مشخصه نېټه ونه ښوده او نه یې هم د الاسکا غونډې ته د زېلېنسکي د بللو په اړه څه وویل.

خو بل پلو د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د اګست پر نهمه پر ټیلېګرام شبکه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، کییف به هېڅکله خپله خاوره "غاصبینو" ته ونه سپاري.

ولسمشر ټرمپ هم مهاله په ټولنیزو رسنیو اعلان وکړ چې دا غونډه به د الاسکا په انکورېج ښار کې ترسره شي.

بل پلو د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف دا غونډه تایید کړې ده.

د امریکا او روسيې د ولسمشرانو ترمینځ دا ممکنه ملاقات له هغې وروسته ترسره کېدونکی دی چې د روسیې لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف وېټکوف د روسي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اګست پر شپږمه په مسکو کې وکتل. له هغه ملاقاته وروسته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اګست پر شپږمه ویلي وو چې له پوتین سره یې د لیدو "ښه موقع" برابره شوې ده

دا به د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمينځ په تېرو څلورو کلونو کې لومړۍ غونډه وي. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امريکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون په میاشت کې په جنېوا کې سره لېدلي ول. له هغې شپږ میاشتې وروسته د مسکو او واشنګټن اړیکې وروسته له هغې خرابې شوي کله چې روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پراخ یرغل پیل وکړ.


XS
SM
MD
LG