د هند څیړنیزه ادارې د تېلو بندېدل د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو لامل ښوولی
په هند کې د الوتکو د حوادثو د څېړنې ادارې (اې بي ای) د جولای پر ۱۱مه د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو لومړنۍ څېړنې خپرې کړې چې ورکې راغلي، د جون پر ۱۲مه له احمد اباده لندن ته روانه الوتکه ځکه نسکوره شوه چې د الوت پر مهال یې ناببره تېل بند او ماشینونه ګل شول. دوی د الوتکې په تور صندوق کې د پیلوټانو ترمینځ له وروستیو خبرو دې نتیجې ته رسېدلي دي. د ایرانډیا الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۲۶۰ کسان وژل شوي وو. نور حال د هندیو او نړیوالو سرچینو له وېډیوګانو نه جوړ په دې راپور کې وګورئ.