قرغیزستان کې د وریژو له کسکر او پروړې جوړې خښتې کارېږي
د قرغیزستان په باتکین سیمه کې ځینې خلک د کورونو جوړولو لپاره داسې خښتې کاروي چې د وریژو د پروړو او کسکرو جوړېږي. ځايي خلک وايي، له هغو خښتو جوړ کورونه په اوړي کې یخ او په ژمي کې تاوده وي او د سیمټو په څېر کاربن ډای اکسایډ نه تولیدوي نو چاپېریال هم پاک ساتي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ