د کندهار ډرېوران خپل ټیکسي ګاډي په سولر کولرو یخوي
د ګرمۍ له زیاتېدو سره د افغانستان په کندهار ولایت کې ډرېورانو په خپلو ټیکسيانو کې د لاس جوړ کولر پکي لګولي دي چې په لمرینه برېښنا او بیټرۍ چلېږي. ډرېوران وايي، دومره ګرمي ده چې د ګاډي پکي کار نه کوي او اېیرکنډېشنر ډېر مصرف لري نو په داسې کې د لاس جوړ کولرې لوی غنیمت دی. نور حال د فرانس پریس اژانس له وېډیو جوړ په دې راپور کې.