د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې د بهرنیو او دفاع چارو وزیران پاکستان ته تللي


د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان حکومت د ترکیې د ولسمشر تر سفر مخکې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او بیرغونو انځورونه ځړولي ول.
د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان حکومت د ترکیې د ولسمشر تر سفر مخکې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او بیرغونو انځورونه ځړولي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې د وزیرانو یو پلاوی دا مهال په اسلام اباد کې دی او له لوړپوړو چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان او د دفاع وزیر یاشر ګولر د جولای په نهمه اسلام اباد ته ورسېدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د جولای پر نهمه په بیان کې ویلي، "دا سفر د ترکیې او پاکستان ترمینځ د ورورګلوۍ اړیکې ښکاره کوي چې پر ګډو ارزښتونو، متقابل درناوي او د دوستۍ پر اوږد تاریخ ولاړې دي."

پاکستاني چارواکي وايي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان او د دفاع وزیر یاشر ګولر له وزیراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره ګوري.

اټکل کېږي چې د ترکیې پلاوی د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.


  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG