د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د ملا هبت الله اخوندزاده د نیولو حکم وکړ


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده - د ارشیف انځور
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده - د ارشیف انځور

د جرمونو نړیوالې محکمې ( ای.سي.سي) د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړی دی.

محکمې دغه طالب چارواکي د ښځو او نجونو په ځورولو تورن کړي او ویلې یې دي چې دوی په خپلو فرمانونو سره ښځې او نجونې له تعلیم او تحصیل، خصوصي حریم، د تګ راتګ له ازادیو او غږ اوچتولو محرومې کړې دي.

د محکمې مشر څارنوال کریم خان په تیره جنورۍ میاشت کې د دغه ډول حکم د صادرولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې خو تیره جنورۍ میاشت کې یې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه یې عادلانه حقوقي بنسټ نه لري.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلې یې دي، نړیواله ټولنه باید دې برخه کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره مرسته وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې داسې مهال د طالبانو د دوو چارواکو د نیولو حکم صادر کړی چې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په یوه پریکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په وړاندې ځپونکې تګلارې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG