د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو اشاره وکړه


ټرمپ په الوتکه کې له خبریالانو سره خبرې کوي - د جولای څلورمې انځور
ټرمپ په الوتکه کې له خبریالانو سره خبرې کوي - د جولای څلورمې انځور

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي هغه انګېري چې روسیه پر اوکراین خپلو بریدونو ته دوام ورکول غواړي ځکه خو د اوکراین د اوربند لپاره د واشنګټن وړاندیز ردوي.

نوموړي د جولای پر څلورمه له واشنګټن ډي سي نه نیوجرسي ته په لاره په الوتکه کې خبریالانو ته وویل: "موږ د بندیزونو لګولو خبره په وار وار کوو او هغه [پوتین] پر دې پوهېږي چې دا بندیزونه لګېدونکې دي."

ډانلډ ټرمپ وايي د جولای پر درېیمه یې له ولاديمیر پوتین سره پر ټیلیفون خبرې وکړې خو دا خبرې د هغه لپاره ناهیلې کوونکې وې: "هغه همداسې د خلکو وژلو ته دوام ورکول غواړي، دا ښه خبره نه ده."

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، له پوتین سره تر خبرو وروسته ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي سره هم ټیلیفوني اړیکه نیولې وه. زېلېنسکي رسنیو ته ویلي چې له ټرمپ سره یې خبرې ډېرې مهمې او ګټورې وې.

دي کییف انډیپېنډېنټ په نوم رسنۍ د جولای پر پینځمه لیکلي، ټرمپ اوکراین ته د پیټریاټ توغندیو د ورکولو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "پر اوکراین ډېر سخت بریدونه ترسره کېږي او هغوی د خپلې دفاع لپاره یو څه ته اړتیا لري نو ممکن ور یې کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جولای په لومړۍ نېټه امریکايي چارواکو ویلي وو چې د پېنټاګان تر ارزونې وروسته اوکراین ته ځینې وسلې نه لېږدوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي د جولای پر لومړۍ په یو بیان کې ویلي ول چې د دفاع وزارت له لوري له نورو هېوادونو سره د امریکايي پوځي ملاتړ ته تر بیاکتنې وروسته "د امریکا ګټو ته د لومړیتوب ورکولو" پرېکړه شوې.

کېلي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې پولېټیکو رسنۍ د یو امریکايي چارواکي، چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، له قوله وویل، د پېنټاګان ارزونې ښوولې چې د ځینو توکو چې د ورکولو ژمنه یې شوې وه، زېرمې خورا کمې شوې دي نو هغه شیان به اوکراین ته نه لېږدول کېږي.

د اوکراین ولسمسر ولودومیر زېلېنسکي له اوږدې مودې راهیسې له امریکا نه غوښتنه کوي چې د روسیې پر ضد دې سخت او جدي بندیزونه ولګوي څو هغه مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

د اوکراین او روسیې له ولسمشرانو سره د ټرمپ اړیکې وروسته له هغې نیول شوې دي چې په تېرو څو ورځو کې پر اوکراین د روسيې هوايي بریدونه زیات شوي دي چې پکې زیات شمېر خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.

روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.


XS
SM
MD
LG