د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد پولیسو په لکي مروت کې د ۳ وسلوالو وژلو ادعا کړې ده


د لکي مروت پولیس د وسلوالو خلاف د لټون عملیات کوي - د مې ۱۲مې انځور
د لکي مروت پولیس د وسلوالو خلاف د لټون عملیات کوي - د مې ۱۲مې انځور

د ترهګرۍ ضد پولیس (سي ټي ډي) وايي په لکي مروت کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې وسلوال وژلي دي.

له یاد دفتر نه رسنیو ته په استول شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د جولای په پینځمه د لکي مروت په نورنګ سیمه کې د سي ټي ډي سرتېرو او ځايي پولیسو په ګډو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د ټیپو ګل ډلې سره تړاو لرونکي درې وسلوال ووژل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسلوالو ترنیم ساعته پورې په مقاومت کې ډزې وکړې خو وروسته له منځه وېوړل شول. د ترهګرۍ ضد پولیس وايي وژل شوي کسان ورته مطلوب وو.

سي ټي ډي وايي یادو وسلوالو د جولای په لومړۍ نېټه په لکي مروت کې په یو برید کې دوه ټرافیک پولیس وژلي وو.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد خان د جولای په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته ویلي وو چې د اسراییل او ثنا الله په نامه ټرافیک پولیس د لکي مروتو تاجزۍ اډې ته د دندې لپاره روان وو چې په کمین ناستو وسلوالو پرې ډزې کړې او دواړه یې ځای پر ځای ووژل.

د هغه برید مسوولیت چا قبول کړی نه وو.

تر دې وړاندې د جولای په لومړۍ نېټه هم د ترهګرۍ ضد پولیسو ادعا کړې وه چې د بنو په ډومېل چشمه سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان دوه وسلوال وژلي وو.

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد پولیس وخت په وخت دا ډول ادعاوې کوي چې ګوندې مطلوب وسلوال یې د عملیاتو پر مهال وژلي دي خو خپلواکې سرچینې په دې اړه څه نه وايي او مشال راډیو یې هم سپیناوی نه شي کولی.

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي، د خیبر پښتونخوا پولیسو، د ترهګرۍ ضد پولیسو او نورو امنیتي ادارو د وسلوالو خلاف کارروايي تېزه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پر ضد وخت په وخت خلکو مظاهرې او جلسې هم کړې دي چې پکې یې له حکومته غوښتنه کړې چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

بل پلو، د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د ملک په هره برخه کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG