د بلوچستان حکومت د جون پر ۲۷ مه د بلوڅانو د یوالي کمیټې د مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅې او څلورو نورو مشرانو د بند موده د عامه نظم ګډوډۍ قانون "درې ايم پي او" مادې له مخې د نورو ۱۵ ورځو لپاره غځولې ده.
ډاکټر ماهرنګ بلوڅه او د کميټۍ نورو مشرانو بيبو بلوڅه، د هغې پلار غفار بلوڅ، صبغت الله شاه جي، او ببرګ بلوڅ راون کال د مارچ پر ۲۲ نېټه په کوټه کې د پوليسو لخوا ونیول شول او له د درې ايم پي او له مخې د کوټې زندان کې بندي دي.
بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا داڅلورم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.
د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو محکمې دا نوی امر په داسي حال کې کړی دی چې ماهرنګ بلوڅې او نورو ملګرو د زندان درې مياشتنی بند یې د جون پر ۲۲مه پای ته رسېدلی دی.
د بلوڅ يکجهټي کميټۍ غړې ډاکټر صبيحې بلوڅې د حکومت دا امر ناقانونه بللی او غندلی دی او د ماهرنګ بلوڅې او نورو ملګرو دسمدستي خوشي کولو غوښتنه يي کړې ده.
نوموړې د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، "د حکومت دا ګامونه موږ په بلوچستان های کورټ کې چيلنج کړي ، ورسره د پاکستان په سپريم کورټ کې مو هم خواست جمع کړی دی."
هغې وویل چې د جون پر ۲۲مه دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو د بند موده پوره شوې وه خو حکومت هغوي په غير قانونه توګه بيا هم بندي ساتلي دي.
بلخوا د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند بيا مشال راډيو ته وويل حکومت يي امنيت پر ځای ساتلو لپاره داګامونه اخستي دي.
ده وویل، "په بلوچستان کې د امن و امان وضعیت یو ستر چېلنج دی، او د دې حالاتو د ښه والي لپاره حکومت وخت په وخت بېلا بېل ګامونه اخلي، بلوڅ يکجهټي کمیټه چې ځان سوله ییزه ګڼي، خو په حقیقت کې د هغوي مشران او دا ډله سوله ییزه نه ده."
شاهد رند وویل، ،حکومت له دوی سره په قانوني ډول چلند کوي او د قانون له مخې اقدام کوي.
شاهد رند وايي، "پرامنه احتجاج دهر چا حق دی خو خلک د رياست پرضد راپارول ،سرکاري ودانیو ته زيان رسول، سړکونه او قومي لارې ټرل، او اولس ته زيان رسولو به حکومت چا هم اجازه ورنه کړي."
بلخوا بلوڅ يکجهټي کميټي د بلوچستان حکومت دا تورونه تل رد کړي او وايي چې دوی د خپلو لادرکه خپلوانو د خوشي کولو لپاره تل سوليزه مبارزه او پرامنه احتجاجونه کړي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کميشن هم د ماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو پر بند ساتلو نيوکې کړې دي او دا يې له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.
د پاکستان د بشري حقونو کميشن د سيند مشر خضر حيات د جون پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دوی دا ګڼي چې له پرامنه مبارزه کوونکو بلوڅانو سره د حکومت او رياستي ادارو لخوا ناراوا چلند روان دی او بايد دا سمدستي ودرول شي.