د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاعر او لیکوال شېرین یار یوسفزی مړ شو


شېرین یار یوسفزی د صوابۍ د زوربۍ اوسېدونکی وو.
شېرین یار یوسفزی د صوابۍ د زوربۍ اوسېدونکی وو.

شاعر، لیکوال او د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی شېرین یار یوسفزی تر اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.

شېرین یار یوسفزی د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د زروبۍ کلي اوسېدونکی وو.

د شېرین یار یوسفزي، زوی زیار خان ایډوکیټ د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې پلار یې له ډېرې مودې د معدې په سرطان اخته وو او د جون د ۲۷مې او ۲۸مې نېټې په منځنۍ شپه یې د ۵۷ کالو په عمر سا ورکړې ده.

شېرین یار یوسفزی په ادبي ټولنه کې په خپل شعر او لیک پېژندل کېدی او په ټولنیزو رسنیو کې بیا خلکو هغه د پښتنو د حقونو یو فعال او زړور بارز بالی.

خو نوموړی له هغه وروسته زیات وپېژندل شوی چې په ۲۰۱۳م کال کې یې مذهب ته د سپکاوي په تور د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان جنازه وکړه.

په هغه وخت کې د جوړو حالاتو له کبله د شېرین یار یوسفزي دا کړنه په پراخه توګه ستایل شوې وه.

نوموړي هغه وخت مشال خان بې ګناه بللی وو او بیا وروسته پلټنو هم ثابته کړه چې مشال خان مذهب ته هیڅ سپکاوی نه وو کړی.

د ده زوی زیار خان اډوکېټ وايي، پلار یې په پښتو کې درې کتابونه هم لیکلي دي چې دوه پکې شعري ټولګې او یو د نثر دی.

شېرین یار یوسفزی په ۲۰۱۹م کال کې د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي کور کمیټۍ کونسلر هم ټاکل شوی وو.

نوموړی تر هغه وړاندې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې هم خورا فعال پاته شوی وو.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼو خلکو د شېرین یار یوسفزي پر مړینه خفګان ښودلی او هغه ته یې پېرزوینې وړاندې کړې دي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او سینېټر ایمل ولي خان هم پر خپله فیس بک پاڼه شېرین یار یوسفزي ته درناوی وړاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG