د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې ډرون برید ۱۶ کسان ژوبل کړي دي


لکي مروت د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلع ده.
لکي مروت د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلع ده.

د لکي مروتو خلک وايي د پاکستان د پوځ په یو ډرون برید کې ۱۶ ولسي کسان ژوبل شوي دي چې ماشومان هم پکې دي.

د سیمې یو اوسېدونکي لیاقت سیام د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې تېر ماښام په کیچي کمر سیمه کې د لوبو په یو میدان کې ځوانان په سپورت اخته ول او ګڼو نورو یې ننداره کوله چې دا برید وشو.

د سیمې یو بل اوسېدونکي سعید خان هم مشال راډیو ته د دې خبرې پخلی وکړ چې د پوځ په ډرون برید ۱۶ ولسي کسان ژوبل شوي دي چې ډېری یې تنکي ځوانان او ماشومان دي.

د لکي مروتو د پولیسو یو افسر د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې برید د پاکستان د پوځ لخوا شوی خو ډرون نه بلکې د هاوان توغندی په غلطۍ سره د لوبو په میدان لګېدلی دی. دغه افسر مشال راډیو ته نور جزیات ورنه کړل او زیاته یې کړه چې په دې اړه به نور معلومات د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره له رسنیو سره شریک کړي.

د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د پاکستان پوځ په لکي مروتو کې د ډرون یا مارټر برید په اړه څه نه دي ویلي.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ د جګړې پر مهال په ډرون او هاوان توغندیو د ولسي کسانو د لګېدو پېښې زیاتې شوې دي.

د میرلي مشران وايي دوه نور ماشومان په تازه ډرون برید کې ژوبل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:03 0:00

د روان کال د مې میاشتې پر ۲۸مه د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې هم د لوبو پر یو میدان په ډرون برید کې ۲۳ کسان ژوبل شوي وو.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو خلکو د ډرون بریدونو خلاف وخت په وخت مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه هم کړي دي خو د هغې باوجود هم د بریدونو لړۍ ودرېدلې نه ده.

د بخښنې نړېوال سازمان هم پاکستان کې پر ډرون بریدونو اندېښنه ښوولې ده. د جنوبي ایشيا لپاره د سازمان مرستيالې ايزابيل لاسي د جون پر ۲۴مه په یو بيان کې ويلي وو چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پرله پسې ډول ډرون بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوړي او په ترڅ کې یې د ۲۰۲۵ز کال له پیله تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي دي چې پینځه ماشومان هم پکې دي.

په بيان کې د ایزابیل لاسي له خولې راغلي دي: "پاکستاني چارواکي د خیبر پښتونخوا د ولس د ژوند او مال د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي دي او خلک لا هم د بې‌ پیلوټه الوتکو د بریدونو د زیاتوالي قیمت ادا کوي."

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم په خیبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو اندېښنه ښکاره کړې وه.

د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونو د بخښنې د نړيوال سازمان د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. البته په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د انتظامیې او پوځ ځینو سرچینو د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې وسلوال پر پوځ له بریدونو وروسته د خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي او کله چې پوځ هلته عملیات وکړي نو ولسي خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG