د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاکاجي صنوبر حسین مومند ژوند، له صحافته تر سیاسته


د کاکاجي صنوبر حسین مومند ژوند، له صحافته تر سیاسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:44:59 0:00

کاکاجي صنوبر حسين مومند په پښتو ادب کې د مجلسي تنقيد او د پښتو ژورنالېزم په بنسټ اېښودونکو کې مهم مشر ګڼل کېږي. نوموړي یوازې په دې بسنه نه وه کړې بلکې په عملي سیاست کې یې هم ښه فعاله ونډه اخیستې وه. هغه د پښتنو لپاره د یو ازاد ریاست د جوړولو په لاره کې د استعمار خلاف وسلواله مبارزه هم کړې وه. شنونکي وايي کاکاجي صنوبر حسین مومند ادب او صحافت د خپلې سیاسي مفکورې د ودې او د خپلو خلکو د حقونو د غوښتو لپاره کارول. دغه پښتون مشر د خپلې مبارزې په لاره کې زندان ته هم رسېدلی او مفرور شوی هم وو. د کاکاجي صنوبر حسین مومند په اړه ویل کېږي چې هغه خپل ټول ژوند خپلې مبارزې ته وقف کړی وو، هغه د پښتنو د حقونو د مبارزې لپاره دومره بوخت وو چې د خپل کور ابادولو یا په بله مانا واده کولو ته هم نه وو وزګار شوی. د مشال راډیو په دې ځانګړي پروګرام کې شنونکي د کاکاجي صنوبر حسین مومند د ژوند او کار په اړه غږېدلي دي:

XS
SM
MD
LG