په پاکستان کې څو ماشومان سکول ته نه ځي او څه کوي؟
په نړۍ کې هر کال د جون ۱۲مه په کم عمرۍ کې د کارکوونکو ماشومانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دې نړیوالې ورځ هدف د ماشومانو د حقونو په اړه په خلکو کې د پوهاوي پیدا کول دي او په ماشومانو د کارکولو مخنیوی دی. د پاکستان د تعلیم وزارت وايي، په ملک کې تر دوه نیم کوروړه زیات ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي وايي، ښوونځیو ته د نه تلونکو ماشومانو زیاتره برخه مزدورۍ کوي. د دوی په وینا، د دې لوی لامل غربت او ګراني ده. د مشال راډیو خبریالې خالدې نیاز په دې اړه رپورټ برابر کړی دی.