په افغانستان کې چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه ۶،۳۰۰ کورنۍ وطن ته ستنې شوې دي.
د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی چې په تېرو ۱۵ ورځو کې له ایران څخه ۵،۵۰۰ او له پاکستان څخه ۸۲۰ کورنۍ یا په زور یا په رضا افغانستان ته تللې دي.
د ایران مهر خبري اژانس د ایران د حکومت د ویاندې فاطمې مهاجراني له خولې لیکلي دي چې له هغه هېواده به ټول هغه کډوال اېستل کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د ایراني مسوولینو په وینا په دغه هیواد کې څه باندې شپږ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په پاکستان کې بیا شاوخوا څلور مېلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ځیني یې د اوسیدو قانوني اسناد لري او یوشمیر یې په پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د مې پر ۳۱مه نېټه ویلي وو، هېواد یې پرېکړه یې کړې چې په ملک کې د مېشتو ناقانونه بهرنیو پرضد د عملیاتو لړۍ تونده کړي.
دا له هغه یوه میاشت وروسته وه چې نورو هیوادونو ته د تلو په تکل په پاکستان کې مېشتو شاوخوا ۴۴۰۰۰ افغانانو ته له پاکستان د وتلو لپاره ورکړل شوې نېټه پای ته ورسېده.
د پاکستان حکومت لا له وړاندې اعلان کړی وو چې که چیرې احتمالي کوربه هیوادونه د اپریل تر ۳۰م دا افغانان ځای پر ځای نه کړي نو په لویدیځ کې به د بیا میشتیدنې په تمه زرګونه افغان کډوال له هیواده وباسي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جون پر ۱۰مه له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ویستلو خلاف خپل غږ پورته کړ او ویې ویل، افغان کډوال چې څنګه په عزت راوستل شوي وو، هماغسې په درناوي دې واپس کړل شي، څوک دې په زوره نه ویستل کېږي. نوموړی وايي، هغه افغان کډوال چې پاکستان کې پیدا او لوی شوي، حق لري چې د پاکستان شناختي کارډونه ترلاسه کړي.
پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلو ملکونو د افغان کډوالو ايستلو ته زور ورکړی دی. دوی په لومړي قدم کې بې اسناده کډوال وایستل خو وروسته یې وويل چې ټول افغان کډوال باسي.
د کډوالو د ايستلو پر مهال هلته پوليسو يوشمېر افغانان بنديان کړي هم دي، چې وروسته يې بيا خپل هېواد ته ستانه کړي دي.