د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوي مالي کال بودیجه په قامي اسمبلۍ کې وړاندې شوه


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه

د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزیب د نوي مالي کال لپاره بودیجه په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړه.

د جون پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ کې د نوي مالي کال ۲۰۲۵ز ـ۲۶ز کال لپاره د ۱۷ نیم زره اربه روپو بودیجه وړاندې کړل شوه.

په قامي اسمبلۍ کې له وړاندې کېدو مخکې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې وفاقي کابينې غونډه وشوه چې د بجټ منظوري يې ورکړه.

د نوي مالي کال په بودیجه کې د دفاع لپاره دوه نیم زره اربه او د پراختیايي پروژو لپاره زر اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

همدا رنګه په بودیجه کې د قبایلي ضلعو لپاره ۶۵ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

همدا رنګه د فیډرل بورډ اف روینیو (د عایداتو مرکزي بورډ) لپاره د مالیې هدف ۱۴ زره اربه ټاکل شوی او د نورو ټیکسونو اندازه شپږ سوه زره اربه لګول شوې ده.

د نوي کال په بودیجه کې د دولتي چارواکو په معاشونو او تقاعد کې د ۱۰ سلنه زیاتوالي وړاندیز شوی دی.

په اسلام اباد کې اقتصاد پوه خلیق کیاني د جون په ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) نه پوروړی دی او د نوي کال مالي بودیجه یې د یادې ادارې د شرطونو په رڼا کې تیاره کړې ده.

په نوې بودیجه کې دفاع ته د زیاتو پیسو د ټاکلو په اړه په اسلام اباد کې مېشت د اقتصادي چارو شنونکی طارق عزیز وايي، دې ته له هند سره د پاکستان د تازه شخړو په تناظر کې کتل پکار دی. نوموړي د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، له حکومت سره له دې پرته بله لاره نه وه چې د امنیتي ځواکونو د خرڅ د پوره کولو لپاره د دفاع څانګې ته زیاتې پیسې بیلې کړي.

د جون پر ۱۰مه چې په قامي اسمبلۍ کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کېده نو د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف غړو احتجاج وکړ.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون یا کله نا کله په مې میاشت کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي. تر هغې وروسته صوبايي حکومتونه هم د نوي مالي کال بودیجې اسمبلیو ته وړاندې کوي.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

ټاکل شوې ده چې د جون له ۱۳مې د راتلونکي مالي کال لپاره پر کلنۍ وفاقي بودیجه بحث پیل شي چې د جون تر ۲۱مې به روان وي.

د قومي اسمبلۍ د سپیکر ایاز صادق له خوا په خپاره شوي مهالوېش کې راغلي چې د جون پر ۲۳مه به قومي اسمبلۍ پر ضروري لګښتونو بحث کېږي او د جون پر ۲۶مه به د بودیجې منظوري ورکول کېږي.

د مسلم لیګ نون په مشرۍ وفاقي بودیجه په داسې وخت کې وړاندې کوي چې په ملک کې خلک له زیاتې شوې ګرانۍ سر ټکي.

اوس پوښتنه دا ده چې په دې راتلونکې بودیجه کې به د عام ولس لپاره څه وي او په ځانګړې توګه کاروباریان دې ته څنګه ګوري؟

په تفصیل یې په دې لاندېني ویډیويي رپورټ کې وګورئ.

د پاکستان په کلني بجټ کې به د ولس لپاره څه وي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:00 0:00
  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG