د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سعودي نه د پاکستاني حاجیانو واپسي شروع شوه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

له سعودي عربستان نه د پاکستاني حاجیانو واپسي د جون پر ۱۰مه پیل شوه او د افغان حاجیانو د جون پر ۱۱مه پیلېږي.

د پاکستان د مذهبي چارو د وزارت سکرټر ډاکټر سید عطا الرحمان د جون پر ۱۰مه په مکه مکرمه کې د پاکستان سرکاري راډیو ته په مرکه کې وویل چې د پاکستان د نړیوالې هوايي کرښې (پي ای اې) په لومړي پرواز کې به ۳۰۷ حاجیان له سعودي عرب نه وطن ته ستانه شي. دا پرواز به له جدې نه اسلام اباد ته وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې له مدینې منورې نه به د جون پر ۱۳مه د پي ای اې یوه بله الوتکه لاهور ته لاړه شي.

ډاکټر سید عطا الرحمان وايي ټول ټال ۸۸،۰۰۰ پاکستاني حاجیان به په ۳۶۲ پروازونو کې وطن ته رسول کېږي او د پروازونو دا لړۍ به د جولای میاشتې تر ۱۰م تاریخه پورې دوام وکړي.

بل پلو که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر اوسه له سعودي نه د افغان حاجیانو واپسي نه ده اعلان کړې خو په سعودي عربستان کې افغان حاجیان وايي د سعودي چارواکو ورته ویلي دي چې د دوی وطن ته د واپسۍ لړۍ به د جون له ۱۱مې پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال د حج د مراسمو له پای ته رسېدو سره، دا مهال زرګونه افغان حاجیان په سعودي عربستان کې خپلو کورونو ته د بیرته ستنېدو انتظارباسي.

یو حاجي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، مشال راډیو ته وویل:

“افغانستان ته د حاجي صاحبانو الوتنې د جون له ۱۱مې پیلېږي، تر اوسه یې یوازې د درو الوتنو مهالوېش په ګروپ کې شریک کړی دی، ټول په ترتیب را روان دي، هر حاجي نهایتاً دلته تر ۴۰ ورځو پاتې کېږي تر څو چې یې نوبت رارسېږي.”

یو بل حاجي چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، مشال راډیو ته وویل:

“د اختر له شپږمې الوتنې تنظیم او پیلېږي، ټول په هماغه ترتیب چې راغلي وه بېرته به وطن ته ستانه شي،هغه حاجیان چې دلته راغلي هر یو یې له ۴۲ تر ۴۵ ورځو په حرم شریف او مدینه منوره کې پاتې کېږي یعنې په ټوله کې په همدې موده کې دحج ټول مراسم ترسره کېږي.”

سعودي ته د حج لپاره له ۱۱ لکه زيات کسان رسېدلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

دا حاجیان وايي هیله من دي چې د ستنېدو سفر یې په منظم ډول او له ستونزو پرته ترسره شي.

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال شاوخوا ۳۰،۰۰۰ افغان حاجیانو د دې وزارت تر څار او مدیریت لاندې د حج مراسم په «منظم او بریالي» ډول ترسره کړل.

دغه وزارت د جون په ۹مه په خپله ایکسپاڼه کې زیاته کړې چې افغان حاجیان اوس له منا خپلو استوګنځایونو ته ستانه شوي دي.

د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مدیریت پلان او پلي کیږي، خو لا ډیریو حاجیانو ته د الوتنو کره وخت او د مهالویش بشپړ معلومات مشخص شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG