د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان پر پوله د داعش مهم غړی نیول شوی دی


د پاکستان او افغانستان شریکې پولې یو انځور: (ارشیف)
د پاکستان او افغانستان شریکې پولې یو انځور: (ارشیف)

ترکیې ته مطلوب د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش مهم ترکی غړی د افغانستان او پاکستان پر پوله په شریکو استخباراتي عملیاتو کې نیول شوی دی.

د ترکیې انادولو اژانس د راپور له مخې د دې هېواد امنیتي ادارو د جون پر لومړۍ نېټه د اوزګور التون په نوم د داعش د دې لوړپوړي غړي د نیولو اعلان وکړ.

التون، چې د ابو یاسر الترکي په نوم هم پیژندل کیږي، د داعش تر ټولو لوړپوړی ترک توکمه غړی یادیږي او د دې ډلې په ټولنیزو رسنیو او لوژستیکي شبکو کې یې مهم رول لوبولی دی.

انادولو اژانس لیکي چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان د التون فعالیتونه څارل او دا یې موندلې وه چې د داعش دغه غړي د اروپا او مرکزي اسیا څخه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش د جنګیالیو د ځای پر ځای کولو لپاره همغږي کوله.

اژانس د چارواکو له خولې زیاتوي چې د معلوماتو له تبادلې وروسته، د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د التون د حضور او د پاکستان خاورې ته د هغه د ننوتلو څخه خبره کړای شوه.

تر همغږۍ وروسته، د ترکیې او پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا په پوله کې د ګډو عملیاتو پر مهال التون ونیول شو او د نورو تحقیقاتو لپاره ترکیې ته ولیږدول شو.

د راپورونو له مخې هغه په ترکیه او اروپا کې پر کنسرټونو او نورو عامه ځایونو د بریدونو په پلانولو هم تورن دی.

رپورټ: صفي الله ستانکزی


XS
SM
MD
LG