ډاکټران وايي خبیر کې ناامنیو خلک په نفسیاتي ناروغي اخته کړي
په خيبر ضلع کې د نفسیاتي ناروغيو ډاکټران وايي په سيمه کې روانې اوږدې ناامنۍ او پوځي عملياتو د سيمې ولس له ذهني ناروغيو سره مخ کړی دی. ډاکټران وايي ځينې ناروغانو د خپلو غمونو يا خفګان هېرولو لپاره په نشو هم لاس پورې کړی دی. د مشال راډيو خبريال فرهاد شينواری په باړه کې د داسې ناروغانو د علاج لپاره يو مرکز ته ورغلی او ستاسو لپاره يې دا خپرونه چمتو کړې ده.