د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ۷ ولايتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی


په کابل کې تر باران وروسته پر سړکونو اوبه بهېږي ـ انځور له ارشيفه
په کابل کې تر باران وروسته پر سړکونو اوبه بهېږي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان په اووه ولايتونو کې د مې له ۲۳مې د اورښتونو او په خينو سيمو کې د سېلابونو اټکل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې د مې پر ۲۲مه وویل چې د لغمان، کونړ، پنجشېر، نورستان، ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې به د مې تر ۲۴مې له اورښتونو سره یو ځای سېلابونه هم دوام وکړي.

د هوا پېژندنې ادارې هغو کسانو ته، چې د سیندونو غاړو ته نېږې اوسېږي، خبرداری ورکړی چې احتیاطي تدابیر غوره کړي.

تر دې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.

بل پلو په اپرېل کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.

تر هغه مخکې د مارچ په پای کې بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي ول.

تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG