د اسراييلو یو جاسوس څنګه د سوریې حکومت کې لوړو مقامونو ته ورسېد؟
د اسراييلو د استخباراتي ادارې يو غړي ايلي کوهن د کامل امين ثابت په نامه د شتمن عرب مسلمان په توګه د سوريې په حکومت کې ژورې رېښې کړې وې. هغه له ۱۹۶۱ز کال څخه تر ۱۹۶۵ز کال پورې پوځي رازونه ټولول او اسراييلو ته یې لېږل چې په مرسته یې اسراييلو ډېرې جنګي کامیابۍ ترلاسه کړې. اوس اسراييلو د کوهن اړوند هغه مهم اسناد ترلاسه کړي چې ۶۰ کاله په سوريه (شام) کې په يو پټ ځای کې ساتل کېدل. کوهن څنګه جاسوسي کوله؟ د معلوماتو ټولولو او اسراييلو ته یې د لېږلو طریقې څه وې؟ هغه څنګه افشا او ونيول شو؟ اسراييلو اوس څنګه د هغه ۲،۵۰۰ پټ اسناد ترلاسه کړل؟ د دغو پوښتنو د ځوابونو لپاره د بشیر ګواښ دا راپور وګورئ چې د رويټرز اژانس له ويډيو یې جوړ کړی دی.