د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار سيمه کې د يو ښوونځي پر بس بمي چاودنه کې يو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) رسنيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې نن (د مې پر ۲۱مه) سهار په شوې هغه چاودنه کې د درو ماشومانو په ګډون پينځه کسان وژل شوي او يوشمېر نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د خضدار انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ياسر اقبال دشتي اردو نيوز ته ويلي دي چې چاودنه د خضدار په زیرو پواینټ سیمه کې رخشان هوټل ته نېزدې هغه مهال وشوه کله چې د ښوونځي د ماشومانو بس له هغه ځای سره تېرېدی او وروسته يې هغوی په چاوڼۍ کې سکول ته رسول.
نوموړي رسنيو ته ويلي دي چې په هغه چاودنه کې ۳۵ کسان ژوبل شوي هم دي چې د خضدار پوځي روغتون ته رسول شوي دي.
تر اوسه چا د بريد ذمه واري نه ده منلې، خو د پاکستان پوځ د دغه بريد پړه پر هند اچولې او دعوه يې کړې ده چې دا هغوی پلان کړی وو. هند تر اوسه د پاکستان د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې دا ډول دعوې رد کړې دي.
تر دې وړاندې، د مې پر ۱۷مه په خضدار کې د لېويز پر امنيتي پوسته په وسلوال بريد کې څلور سرتېري وژل شوي ول او د هغه بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې منلې وه.
په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله پکې اوښتې ده. د هغو زياترو بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې ده.