پراګ کې د منګول واکمن چنګيز خان په اړه نندارتون جوړ شوی
د چېک جمهوریت د سرښار پراګ په مرکزي ميوزيم کې د منګول واکمن چنګيز خان په اړه يو نندارتون جوړ شوی چې د منګولو او چنګیز خان د وخت تاريخي اثار پکې اېښوول شوي دي. دا اثار، چې لوښي، کودي، جامې، تورې، غشي او ليندۍ پکې شامل دي، د خلکو د پاملرنې مرکز ګرځېدلي دي. د چنګیز خان اصل نوم تيموجين وو او د منګوليا د يو قبايلي سردار زوی وو. د چنګیز خان د زوکړې کره نېټه نه ده معلومه خو ويل کېږي چې د ۱۱۵۵ز او ۱۱۶۷ز کلونو په مينځ کې زېږېدلی وو. نوموړي د منګوليا ترڅنګ د منځنۍ اسيا او د نن ورځې د ايران او افغانستان په يو شمېر سيمو کې خپله عملداري جوړه کړې وه.