د افغان طالبانو، چین او پاکستان استازو په کابل کې پر "اقتصادي او امنیتي همکاریو" خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د مې پر ۱۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې په هغه ناسته کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو ترڅنګ د سیمې پر ثبات هم بحثونه وشول.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد بيا پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ويلي دي چې په هغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د مذاکراتو د پینځمې ناستې د بحثونو د تعقیب په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د مذاکراتو شپږمه ناسته به په کابل کې جوړېږي.
په بیان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له قوله راغلي چې نوموړي له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او هیله یې وښووله چې په راتلونکي کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختگونه وشي.
کابل ته د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال سفر کړی دی چې له هند سره د پاکستان وروستی کړکېچ، تر څو ورځنیو بریدونو وروسته، د امریکا په مينځګړیتوب پر اوربند پای ته ورسېد.
په وروستیو څو اونیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمينځ اړیکې او سفرونه زیات شوي دي.
د اپریل پر ۱۹مه د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته تللی وو او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.