د سوریې کرد مېشته ښار کې ښځې او سړي د امنیت روزنه ترلاسه کوي
د سوریې (شام) په قامشلي ښار کې کرد چارواکي ځايي اوسېدونکي د امنیت او د حملو پر مهال د ځان او خلکو د دفاع لپاره روزي. په هغو کسانو کې ښځې هم شاملې دي چې د وسلوالو کارولو تر څنګ پر پوستو د ګاډو د تالاشي کولو طریقې هم زده کوي. د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو راهیسې د هېواد په شمال ختیځ کې امنیت خراب شوی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.