طالب چارواکي وايي د افغانستان لرغوني اثار خپله قیمتي پانګه بولي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پخوانیو اثارو د خوندیتوب لپاره بېلابېل کارونه پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۱۹۹۶ز کال څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د بامیان د بودایانو په ګډون یوشمېر لرغوني اثار ړنګ کړي ول. خو اوس حکومت د بودا دین په ګډون د ټولو لرغونو اثارو په اړه دریځ بدل کړی دی. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.