عراقي یزیدیان نوی کال څنګه لمانځي؟
عراقي یزیدیان د سرې چارشنبې په نوم یو دود لري چې د هغوی د نوي کال ورځ ده. پر دې ورځ هغوی په خپله ځانګړې عبادتخانه کې ورغونډېږي، خپله له زیتونو تېل باسي بیا ورباندې ډیوې، مشالونه، څراغونه او شمې بلوي او خوشالي کوي. یزیدیان دا ټول کارونه په ګډه کوي او د خپلې ښه راتلونکې لپاره دوعاګانې کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.