د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعظم سواتی وايي عمران خان ورته له اېسټیبلېشمنټ سره د "پټو" مذاکراتو دنده سپارلې ده


عمران خان په لاهور کې د یوې جلسې پر مهال د خپلو پلویانو د نعرو ځواب ورکوي - انځور له ارشیفه.
عمران خان په لاهور کې د یوې جلسې پر مهال د خپلو پلویانو د نعرو ځواب ورکوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان تحریک انصاف یو مخکښ سیاستوال اعظم سواتي ویلي دي چې د ګوند بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ورته له امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) سره د مذاکراتو دنده سپارلې ده.

نوموړي د اپرېل پر شپږمه د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز سره په مرکه کې وویل چې خان ورته ویلي دي چې خبرو ته تیار دی او زیاته یې کړه چې مذاکرات به "پټ یا خفیه" وي.

د پاکستان پوځ لا د سواتي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو لاسوهنه نه کوي او یوازې د جمهوري ملکي حکومت مرسته کوي.

البته پر دې سربېره په پاکستان کې دا تاثر عام دی چې امنیتي اداره د هېواد پر کورنیو او بهرنیو چارو خورا زیات نفوذ لري او زیاتره مهمې پرېکړې د پوځ په سلا کېږي. البته د پوځ پخواني مشر جنر قمر جاوېد باجوه د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د خپلې دندې پای ته رسېدو پر مهال دعوه کړې وه چې پخوا که هر څنګه ول خو "اوس پوځ په سیاست او حکومت کې ګوتې نه وهي."

اعظم سواتي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په وروستیو کې رسنیو خبر ورکړ چې عمران خان له اېسټیبلېشمنټ سره خبرې کول غواړي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د اپرېل پر درېیمه هغه راپورونه رد کړل او و یې ویل چې خان چا ته له پوځ سره د خبرو کولو مسوولیت نه دی سپارلی.

عمران خان د ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې د درغلۍ په ګډون په یوشمېر مقدمو کې بندي دی. تحریک انصاف پر هغه لګېدلي تورونه ردوي او ټولې قضیې سیاسي بولي.

XS
SM
MD
LG