کشمیري حکیمان په ژورو د خلکو د درملنې دعوه کوي خو طب څه وايي؟
د هند تر واک لاندې کشمیر کې ځینې حکیمان د ژورو یا جوکو (په اردو کې جونک بلل کېږي) په مرسته د خلکو درملنه کوي. دوی وايي، ژوره د انسان د وینې پرنډېدو مسله هوارولای شي او له وجوده ناپاکه وینه ایستلای شي. په دې لړ کې خلک هم په نوروز کې ځانګړو ځایونو ته ځي او د لاس او پښو پر پوستکي ژورې ږدي. خو په خیبر پښتونخوا کې ډاکتران وايي چې طبي څېړنې دا نه ثابتوي چې ګواکې ژوره دې روغتیايي ستونزې هوارې کړي. په دیر کې ډاکتر مزمل شاه مشال راډیو ته وویل چې ژوره دا واک نه لري چې له بدنه ناپاکه وینه وباسي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.