د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروتو کې د وسلوالو په برید کې ۱ پولیس وژل شوی او ۱ ژوبل دی


پولیس وايي برید د لکي مروتو په منجیواله کې شوی دی.
پولیس وايي برید د لکي مروتو په منجیواله کې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د لکي مروتو پولیس وايي، په یو وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او بل ژوبل دی.

د ضلعي پولیسو ویاند شاهد خان د مارچ پر ۲۵مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د نهې (سې شنبې) پر ماخوستن په منجیواله سیمه کې پر سرتېرو ډزې وکړې او تر برید وروسته وتښتېدل.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG