د لیبیا خلک هم د پښتنو په شان د تناره ډوډۍ پخوي
د لیبیا د بن غازي ښار خلک هم د پښتنو په شان ډوډۍ پخوي. دوی هماغسې تنورونه هم لري چې پکې د غنمو خوندورې او پستې ډوډۍ پخوي چې خلک یې ډېر خوښوي. د یو تنور مالک مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړي ډول په روژه کې د تناره ډوډۍ مینوال ډېر زیات وي. په بن غازي ښار کې د تناره د یوې غټې ډوډۍ بیه د یوه ډالر په اندازه ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې چې د رویټرز اژانس پر استناد جوړ شوی دی: