د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې نامعلومو وسله والو يو پولیس سرتېری او يو ولسي وګړی وژلی دی.
د باجوړ پولیسو وياند، محمد اسرار د مارچ پر لسمه مشال راډيو ته وويل چې وسله والو د ماموندو په غنم شاه کلي کې برید کړی دی. د پولیسو په خبره په برید کې د شاهد په نوم پولیس ځای پر ځای ووژل شو او د امان الله په نوم ولسي وګړی زخمي شوی چې وروسته یې په هسپتال کې سا ورکړه.
تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې. پولیسو ويلي چې دوی پلټنې پيل کړې دي.