په لاهور کې نرښځیان د مسلکي پخلي روزنه ترلاسه کوي
په لاهور کې د پخلنځي او هوټل په نوم ناحکومتي اداره نرښځیانو ته د پخلي شپږ میاشتنۍ روزنه ورکوي. نرښځیان وايي، د پخلي تر زده کړې وروسته خپل کاروبار پیلوي. په پاکستان کې ډېری نرښځیان د خوشالیو په محفلونو کې په نڅېدو پیسې ګټي چې اکثر د تشدد د پېښو ښکار کېږي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.