د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو شاعر او لیکوال اسرار د طورو ومړ


اسرار د طورو يوشمېر کتابونه ليکلي دي.
اسرار د طورو يوشمېر کتابونه ليکلي دي.

د پښتو شاعر او ليکوال سید اسرارالرحمان چې ادبي نوم يې اسرار د طورو وو، د فبرورۍ پر ۱۸مه د ۸۶ کلونو په عمر کې ومړ.

شاعر او ليکوال طيب خان چې د اسرار د طورو په جنازه کې يې ګډون کړی دی، مشال رېډيو ته وويل چې د هغه جنازه نن (فبرورۍ ۱۸مه) په مردان کې په طورو کلي کې وشوه.

نوموړي زیاته کړه چې اسرار د طورو دا مهال په اوسنیو ليکوالانو کې تر ټولو مشر وو.

اسرار د طورو په ۱۹۳۹ زکال د سېپټېمبر پر ۱۵مه د مردان په طورو کلي کې د مشهور ديني عالم او خدايي خدمتګارمولانا محمد عنايت الله کره زېږدلی وو ۔ هغه د مشهور شاعر او ليکوال م ر شفق مشر ورور وو۔

هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې خپله شاعري "لاله زار د پرهرونو" په نوم چاپ کړه ۔ د هغه په نورو اثارو کې "امام اعظم"، د قران شريف د ايتونو شمير" ، د ماشومانو د پاره منظومې کيسې "زما کتاب"، " د حرمينو سفرنامه"، "د کابل سفرنامه" او سلګونو مضمونه او مقالې شامل دي ۔

د پښتو ادبي سوسايټي اسلام اباد پخواني جنرل سيکرټري اقبال حسين خان افکار د اسرار د طورو د ادبي خدماتو په اړه مشال ريډيو ته وويل چې اسرار د طورو په ښوونځي کې استاد وو او په زرګونو شاګردان يې روزلي دي او په خپله ېې هم په پښتو او اردو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې وې ۔

د اسرار د طورو په جنازه کې د ګڼ شمير ليکوالانو ډاکټر اسرار، نورلبشر نويد، ډاکټر همايون هما، فيض الوهاب فيض او سياسي مشرانو پخواني صوبايي وزير عبدالسبحان خان، د خيبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير امير حيدر خان هوتي او د مردان ميير حمايت الله مايار هم ګډون وکړ۔

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG