د لاسرسي ځای

تازه خبر

این ډي ایم د خپلو وژل شویو غړو لومړی تلین لمانځلی دی


د ملي جمهوري غورځنګ په غونډه کې شریک د یاد ګوند مشران.
د ملي جمهوري غورځنګ په غونډه کې شریک د یاد ګوند مشران.

ملي جمهوري غورځنګ د فبرورۍ پر لسمه په یو غونډه کې د هغو غړو لومړی تلین لمانځلی چې یو کال وړاندې په میرامشا کې وژل شوي وو.

د بنو په پریس کلب کې جوړه شوې دې غونډه کې د یاد ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو او لسګونه غړو ګډون کړی وو.

د ګوند مرکزي مخکښ او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک مشال راډیو ته وویل چې "د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر ۱۰مه د دوی د بې ګناه ملګرو وینه توی کړل شوې وه."

ده وویل د هغې پېښې پر ککړو کسانو تر اوسه مقدمه نه ده درج شوې. نوموړي غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې عدالتي پلټنې وشي.

د ګوند صوبايي مشرې بوشرې ګوهر مشال راډیو ته وویل چې دوی د خپل ګوند د هغو کارکونکو په یاد کې راټول شوي چې د دې په وینا، د جمهوریت لپاره یې قرباني ورکړې وه.

ملي جمهوري غورځنګ هم په هغو ګوندونو او ډلو کې شامل دی چې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې پر ترسره شویو عامو انتخاباتو نیوکې کوي.

دوی تر هغو انتخاباتو دوې ورځې وروسته، د فبرورۍ پر لسمه د میرامشا چاوڼۍ مخې ته احتجاج کاوی چې په مبینه توګه پرې امنیتي ځواکونو ډزې کړې وې.

د یاد ګوند په وینا، په هغه پېښه کې د دوی څلور غړي وژل شوي او د ګوند د مشر محسن داوړ په ګډون ۱۵ نور ټپي شوي وو.

خو امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG