په پاکستان کې د حکومت مخالف تحريک انصاف په ګډون یو شمېر ګوندونه نن په هېواد کې د عامو انتخاباتو د يو کال پوره کېدو په مناسبت توره ورځ لمانځي.
په دې ګوندونو کې د تحریک انصاف تر څنګ، جماعت اسلامي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ستر جمهوري اتحاد او ځینې نور شامل دي.
دا ګوندونه په تېرو عامو انتخاباتو کې د درغلیو تور پورې کوي او غوښتنه کوي چې په پاکستان کې دې اوسني حکومتونه ړنګ او په ملک کې دې له سره شفافي ټاکنې وشي خو مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند دا نه مني.
د مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند تر څنګ د پاکستان سپریم کورټ هم په ملک کې د عامو انتخاباتو لغوه کولو خواست رد کړی وو.
په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف مخکښ او اعلا وزیر علي امين ګنډا پور د فېبرورۍ پر شپږمه د ګوند کارکنانو ته په يو ويډيويي پېغام کې ويلي چې د ۲۰۲۴م کال د فېبرورۍ پر اتمه شویو انتخاباتو کې په غټه کچه درغلي شوې وه.
نوموړی وايي د دې درغلۍ پرضد د فبرورۍ پر اتمه په صوابۍ کې احتجاجي جلسه کوي.
د پاکستان تحريک انصاف جنرل سېکرټري سلمان اکرم راجه بيا د فبرورۍ پر اوومه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ګوند به يې د هېواد په ټولو ښارونو کې د تحصيلونو او يونين کونسلو په کچه احتجاجونه کوي.
جماعت اسلامي او په سیند کې "ستر جمهوري اتحاد" هم د فېبرورۍ اتمه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان کړی دی.
جماعت اسلامي په کراچۍ کې د ټاکنو د کمېشن د دفتر مخې ته او ستر جمهوري اتحاد په ټول سيند کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
پاکستان تحريک انصاف او ځينې نور سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې د ۲۰۲۴ م کال په انتخاباتو کې پوځ د حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) په ملاتړ درغلي کړې وه خو پوځ ،مسلم ليګ (ن) او د ټاکنو کمېشن دغه تورونه ردوي.
په عین وخت کې په بلوچستان او پنجاب صوبو کې حکومتونو د قانون ۱۴۴مه دفعه لګولې ده. د دې دفعې له مخې، تر پنځو د زیاتو کسانو پر راغونډېدو بندیز وي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت د فېبرورۍ پر اوومه په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې "دا ګام يې د امنيت ټينګولو په خاطر پورته کړی دی."
وزارت وايي په صوبه کې به تر ۱۵ ورځو د پينځو يا له دې څخه د زياتو کسانو پر راغونډېدو ، جلسو او د هر ډول وسلې پر نمايش بندیز وي.
بلخوا پنجاب حکومت هم په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د فېبرورۍ پر اتمه به په صوبه کې پر سياسي احتجاج، جلسه، جلوس، لاريونونو او دهرنو بندیز وي.
اعلاميه زياتوي چې په صوبه کې د قانون ۱۴۴مې دفعې لګولو پريکړه د امنيت ټينګ ساتلو په هدف شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف او پښتونخواملي عوامي ګوند په ګډون د نورو سياسي ګوندونو حکومت مخالفه اتحاد تحريک تحفظ ايین پاکستان د کوټې په ګډون د بلوچستان په غټو ښارونو کې د فبرورۍ پر اتمه د احتجاجي جلسو اعلان کړی دی.
بلخوا لاهور انتظامې پاکستان تحريک انصاف ته نن د جلسې کولو اجازه ورنکړه. پاکستان تحريک انصاف ويلي وو چې د ۲۰۲۴ م کال په انتخاباتو کې د مبينه درغليو پرضد به د لاهور په مينار پاکستان کې جلسه کوي. البته دوي ويلي وو که د جلسې اجازه ورنکړل شوه نو قانوني لار به خپلوي.