د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له نن (فبرورۍ څلورمې څخه ذتر اتمې) څخه د چین پینځه ورځنۍ سفر کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر درېيمه په خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر زرداري ته د دې سفر بلنه د چین ولسمشر شي جېنپېنګ ورکړې ده.
بیان زیاتوي چې ولسمشر زرداري به په دې سفر کې د خپل چیني سیال په ګډون د هغه هیواد له مشرتابه سره لیده کاته کوي.
په بیان کې راغلي چې د سفر او ملاقاتونو زیاته پاملرنه به پر اقتصادي چارو، دوه اړخیزه تجارت او د ترهګرۍ مخنیوي پر چارو وي.
ټاکل شوې چې ولسمشر زرداري به د چین په بلنه هلته د ترسره کېدونکو د اسیا ژمنیو لوبو د پیل په غونډه کې هم ګډون وکړي. دا لوبې د فبرورۍ له اوومې تر ۱۴مې ترسره کېږي.