د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو اسټرالیا کې سیالي کړې
د اسټرالیا په مېلبرن کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو د بې پوله کرکټ ادارې له لوبډلې سره سیالي کړې ده. د جنورۍ پر ۳۰مه د بې پوله کرکټ لوبډلې افغان لوبغاړو ته د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ چې هغوی پوره نه کړای شو او سیالي یې وبایلله. خو افغان لوبغاړې وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل وو چې هغوی یو ځای شوې او لوبه یې وکړه. په اسټرالیا کې اوسمهال د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبډلې له ۲۵ څخه ۲۲ لوبغاړې مېشتې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هلته کډه شوې. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.