د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان او طالبانو حکومت د حیرتان-مزار شریف د ریللارې قرارداد غځولی


دا ریللار په ۲۰۱۰ز کال کې د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې ـ پخوانی انځور.
دا ریللار په ۲۰۱۰ز کال کې د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې ـ پخوانی انځور.

ازبکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره موافقه کړې چې د حیرتان-مزار شریف پر ریللارې د اورګاډی د تګ راتګ د عملیاتو او ساتنې قرارداد اوږد کړي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د جنورۍ پر ۲۷مه وویل چې دا موافقه تاشکند ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارو د ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر او د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام مخاموف سره په کتنه کې وشوه.

د طالبانو د ریللارو د ادارې مرستیال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې په تاشکند کې وو.

په دې کتنه کې د ټرانس-افغان ریللارې د پروژې په کار کې د چټکتیا او د راتلونکو مرحلو د پلان په اړه هم بحث وشو.

د نوي تړون له مخې، د ازبکستان د ریللارو یوه اداره، سوګدیانا ټرانس (اېل اېل سي)، به د حیرتان-مزار شریف د ریللارې چارې او ساتنه روانه وساتي. دا ریللار په ۲۰۱۰ز کال کې د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې وه او له هماغه وخته د دې ادارې له خوا چلول کېږي.

ټرانس افغان هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG