د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ يو وخت "د رڼاګانو ښار" په نوم پېژندل کېده. شنه پارکونه، پراخ او پاک سړکونه، تفريحي ماښامونه او د شپې تر ناوخته له څراغونو او ځايي خلکو او سيلانيانو ډک ښار اوس يو بدل تصوير وړاندې کوي.
د هغه هېواد تر ټولو لوی تجارتي او ساحلي ښار اوس د بل هر ښار پرتله تر ټولو زيات کثافات توليدوي. په کراچۍ کې له لارو او کوڅو نيولې د عرب سمندرګي تر غاړو او خالي ميدانونو د پلاسټيکو او نورو کثافاتو او خځلو ډېرانونه تر سترګو کېږي. بلخوا د اقليمي بدلون له امله اوس زياتره شنه پارکونه او د سړکونو پر غاړو ونې او واښه د تندې يا نه پاملرنې له امله زيړبخون ښکاري.
په کراچي پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد وايي چې د دوی له څېړنو سره سم په کراچۍ کې هره ورځ له ۱۵،۰۰۰ ټنه څخه تر ۲۰،۰۰۰ ټنه پورې کثافات توليدېږي چې د کورونو، دوکانونو، فابريکو او تعميراتي شرکتونو هغه پکې شامل دي.
پر دې راپور نور کار روان دی.