امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، غواړي چې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل د ختمولو لپاره سمدستي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۳مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، څه چې یې "اورېدلي ورڅخه ښکاري چې پوتین غواړي" ورسره "وګوري."
ټرمپ وویل چې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ورته ویلي دي چې هغه د جګړې پای ته د رسولو لپاره موافقې ته تیار دی.
نوموړي تر دې څو ساعته مخکې د سوېټزرلینډ په ډېووس ښار کې نړیوال اقتصادي فورم ته په ویډیويي وینا کې وویل چې غواړي ژر له پوتین سره په لیدو وتوانېږي. ده وویل چې د سولې د موافقې لپاره امریکايي هڅې روانې دي، خو نور جزییات یې ور نه کړل.
ټرمپ په ۲۰۲۴ز کال کې د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپېن پر مهال په بیا بیا ویلي ول چې جګړه به په چټکۍ پای ته ورسوي. هغه ان دا ویلي ول چې تر لوړې وروسته به په څو ورځو کې جنګ ختم کړي خو اوس وايي چې دا کار ښايي په څو میاشتو کې وشي.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ويلي ول چې که ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې اترې ونکړي نو پر روسيې به اضافي بندیزونه ولګوي.