د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو چين ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو مرستيال وزیر عباس ستانکزی ـ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو مرستيال وزیر عباس ستانکزی ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو مرستيال وزیر عباس ستانکزی وايي چې چين ته ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۰مه په کابل کې د چين له سفیر ژاو شينګ سره يو ځای په هغه غونډه کې خبرې کولې چې د چين او افغانستان د سفارتي اړيکو د ۷۰ کلونو پوره کېدو د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.

ستانکزي زیاته کړه چې حکومت به یې پرېنږدي چې د افغانستان خاوره په چين يا نورو ګاونډيو هېوادونو کې د چينايي وګړيو پر ضد وکارېږي. نوموړي د کوم هېواد نوم وانخیست خو په وروستيو کې د پاکستان حکومت دعوه کړې وه چې په هغه هېواد کې پر چينايي وګړيو شويو ځينو بریدونو کې افغانستان مېشته پاکستاني وسلوال لاس لري. طالبانو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

ستانکزي وويل چې د هېڅ هېواد په داخلي چارو کې کار نه لري او له ګاونډيو هېوادونو هم دغه هيله لري چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

پر دې مهال په افغانستان کې د چين سفير ژاو شینګ وويل چې د شريکو ګټو په رڼا کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکاريو او د تجارتي اړيکو پراخول غواړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت ونيو. تر اوسه د چين په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د هغوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو سیاسي او سوداګریزې اړيکې یې ورسره پاللې دي.

XS
SM
MD
LG