په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکايي ولسمشرانو د لوړې مراسمو انځورونه
ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې لوړه وکړي. موږ په دې انځوریز البوم کې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکا د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه کړې ده.

۱۳
ولسمشر بېل کلېنټن د سوګند پر مهال. ورسره یې ښځه هېلري او لور چېلسي هم ولاړ دي. کلېنټن دوه ځلې د امریکا ولسمشر پاتې شو - د ۱۹۹۳ز کال د جنورۍ ۲۰مې انځور

۱۴
جارج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشرۍ لوړه وکړه. ورسره یې ښځه لارا، مرستیال ولسمشر ډېک چېني او د هغه ښځه هم ولاړ دي. بوش دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ دنده ترسره کړه.

۱۵
باراک اوباما د ۲۰۰۹ز کال د جنورۍ پر نهمه تر لوړې وروسته له ولسمشر بوش سره روان دی. اوباما هم د بوش په څېر دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ دنده ترسره کړه. هغه د امریکا لومړی تورپوستی ولسمشر وو.

۱۶
ډانلډ ټرمپ او د هغه ښځه مېلانیا ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر لوړې وروسته د سپینې ماڼۍ پر لوري روان دي.