ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په ۲۰۲۵ز کال کې په افغانستان کې تر ۵۰۰،۰۰۰ زيات ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې زياته کړې ده چې د دې یو لامل اقلیمي بدلون دی چې له امله یې کورنۍ نه شي کولای چې خپلو ماشومانو ته سم خواړه ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په یو راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۵ز کال کې به ۲۲.۹ مېليونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ملګري ملتونه او او نړیوالې مرستندویه ادارې وخت په وخت په هغه هېواد کې د خوړو د کمښت او د خراب اقتصادي حالاتو خبرداری ورکوي.
دا راز د طالبانو حکومت هم وايي چې په دې لړ کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.