د شام په حلب او حما کې د جګړو له امله زرګونه کسان کډوال شوي
د شام يا سوريې پر حلب او حما د حکومت مخالفه وسلوالو تر يرغل وروسته زرګونه کسانو د هغه هېواد نورو سيمو ته کډې کړې دي چې دا ډول له جګړو ځان خوندي کړي. د دې کډوالو يو شمېر يې په الطبقه ښار کې استوګنې کولو ته مجبوره شوي چې ځينې يې د سړکونو پر غاړو اوسېږي او ځينو نورو بيا د ملګرو ملتونو په موقتي کېمپ کې پناه اخيستې ده. د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ رپوټ .