د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي کې ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي


د بلوچستان د لورالايي سیمې نقشه.
د بلوچستان د لورالايي سیمې نقشه.

د بلوچستان په لورالايي کې په یوه ترافیکي حادثه کې پنځه کسان وژل شوي دي. په وژلو شویو کې یو یې د لورالايي د ډګري کالج پرنسپل محمد یوسف کدېزی دی.

په سیمه کې چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۹مه د لورالايي او کوټې په مینځ کې هغه مهال وشوه چې یو موټر او لویه لارۍ یا ټرالر له یو بل سره وجنګېدل.

د لورالايي مرستیال کمیشنر مهران بلوڅ سیمه ییزو خبریالانو ته ویلي چې د حادثې په اړه پلټنه پیل شوې او تراوسه معلومه نه ده چې دا ټکر څنګه او د چا په غلطۍ رامنځ ته شوی دی.

په کوټه کې د کالج د استادانو د اتحادیې پخواني مشر سید جمیل اغا مشال راډیو ته وویل چې د لورالايي کالج پرنسپل محمد یوسف کدېزی په خپل موټر کې د ځینو ملګرو سره یې یو ځای لورالايي ته روان وو چې د تنګ امنیتي پوستې په ساحه کې یې موټر د غټې لارۍ سره وجنګېد. نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې د وژل شوي پروفیسر محمد یوسف کدېزي د جنازې مراسم به د نومبر په ۳۰مه د لورالايي په اوریاګي کلي کې وشي او هملته به خاورو ته وسپارل شي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG