د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د تښتول شوي ماشوم خپلوانو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی


په کوټه کې پولیس اسمبلۍ ته پر تللي سړک ولاړ دي - انځور له ارشیفه
په کوټه کې پولیس اسمبلۍ ته پر تللي سړک ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په سرښار، کوټه کې يو د لادرکه شوي ماشوم د موندلو او خوشې کولو لپاره د احتجاجونو لړۍ د نومبر پر ۱۸مه، په څلورمه ورځ هم دوام لري.

هغو مظاهره چيانو د بلوچستان اسمبلۍ مخې احتجاجي پرلت وهلی دی. د هغه پرلت سره په ملګرتيا کې د صوبې وکیلانو د نومبر پر ۱۸مه، د احتجاج په توګه له عدالتو بایکاټ کړی دی.

د مصور خان په نوم دغه ۱۰ کلن ماشوم چې د کوټې د یو صراف راز محمد زوی دی، د نومبر په ۱۵مه، ناڅرګنده کسانو د کوټې له ملتاني محلې څخه تښتولی دی. په کوټه کې د تاجرانو د اتحادیې مرستیال اغا ګل خلجي مشال ر‌ېډیو ته وویل چې د مصور خان د تښتونې پېښې سوداګر او کاورباریان ویرولې دي.

بلخوا د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو تر غونډې وروسته، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند صوبايي مشر نصرالله زیري مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۱۹مه به په کوټه ښار کې بشپړ کاربندیز وي.

چارواکي‌ وايي کوښښ کوي چې لادرکه ماشوم پيدا کړي. د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد د نومبر پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وویل چې د مصور خان د خوشي کولو لپاره حکومت جدي هلې ځلې کوي او تر څه حده پرمختګ هم پکې شوی دی. تر اوسه کومې ډلې يا تښتوونکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG