سوډان کې له جګړې څخه تښتېدلې مېرمنې له جنسي ځورونو سره مخامخې شوي
په سوډان کې له کلونو راهيسې روانې جګړې له امله يوشمېر ښځې چاډ ته کډوالې شوي چې ژوند يې په ارامه تېر شي، خو د هغوی په وينا چې له جګړې څخه تر تښتېدو وروسته په کډوالۍ کې هم له ډېرو کړاوونو سر مخامخ شوي دي. د هغوی په خبره د ژوندي پاتې کېدو لپاره جنسي اړيکو نيولو ته ته اړ ايستل کېږي. په دې اړه ګل اياز د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.